ایکنا د ولسمشرۍ ددفتر له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون ناوخته د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره ټيلیفوني تماس په ځواب کې هغه او د قطر درست ملت ته د لوي اختر د متقابلې مبارکۍ په وئيلو سره ووئيل، ایران اوقطر نزدو لیدتوګو ته په پام سره د دوو اړخیزو اړیکو ،اود سیمه ازو او نړیوالو مناسباتو او مشورو د پراختیا لپاره ښه فرصتونه او ګډ فکر لري.
د اسلامی ایران ولسمشر له ایران سره د مشترکو موافقو او پروګرامونو د پرمخ بیولو په زمینې کې د قطر د امیر او لومړي وزیر داهتمام هم ستاینه او مننه وکړه او زیاته ئې کړه ، دایران اسلامی جمهوریت تل له قطر سره د ملګرتیاؤ په پراختیا او د اړیکو دسوئې په لوړتیا ټينګار لري او د دوو اړخیزو تعاملاتو پراختیا د خپل مینځیو سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاؤ د لاپیاوړتیا سبب ګڼي.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هم په دغوټيلیفوني خبرو کې دایران ولسمشر او ولس ته دخپلو صمیمانه مبارکیو په وړاندې کولو سره ،په ایران کې د پانګونې او داقتصادي ملرتیاؤ دزیاتولو او دغه راز د اسلامی نړۍ ترمینځ د یووالي او اتحاد په لور د کاږلو په خاطر د مشورو د زیاتولو لپاره دخپل هیواد چمتووالی اعلان کړ او وې وئيل، هغو ښو خبرواترو او مشورو ته په پام سره چې د اړیکو دپراختیا او دمشورو د زیاتیدا په لاره کې ترسره شوي دي،په نزدې راتلونکي کې ددوو اړخیزو اړیکو د پراختیا او د اقتصادي ملګرتیاؤ د ګډ کمیشن دترسره کولو ته تیار یوو.